Translated from Central Daylight Time, Alaperna (6/5/2004)
د اچار مرتبان
ترجمه: ياسين يوسفزی
زما چې څومره ياد دي د اچار دا مرتبان به زما د مور او پلار د سملاستې په ستانه يا خٌونه كښې د سينګارميز سره پروت وهْ. بابا له به چې كله خوب ورغى او كټ له به لاړ نو د خپلو جېبونو په راتشولو به ئې ګوتې پورې ګړې او يوه يوه سيكه به ئې دغې مرتبان ته ورويشته. چې وړوكى وم نو د سيكو دغه شړنګار به ډير خوند راكوهْ. خالي مرتبان ته به چې هره سيكه تلله نو چورلكونه به ئې خواړهْ او ښګلى كړنګار به ئې كوهْ. او چې څنګه به مرتبان په ډكېدو شو نو د سيكو اوازونه به هم ورسره ورو ورو غلي كيدل او يو چيك او بيا چك غونديې اواز به اورېدلى شو. چې د ستانې كهړكي كښې به د نمر څيره راوځلېده نو زهْ به مرتبان ته مخامخ د پښو په سر كښېناستم او د سيلورو او تانبې دې غونډو منډو چمكدارو دائرو ته به د خوشالی نه نيم نهْ پاتې كېدم. او چې كله به دا مرتبان ډك شو نو پلار به مې د باورچي خانې (منډَو) مېز سره كښېناست او بېنك ته د وړلو نه مخكښې به ئې دا ټولې سيكې راواړولې او دا به د غټې خوشالی ورځ وه. چې بېنك ته به تللې نو دا سيكې به د ګتې په وړكوټي صندوق كښې په يو ښائسته انداز قط په قط كېښودى شوې او دا صندوق به زما او د بابا منځ كښې د زوړ ټرك په سيټ (چوكی) پروت وهْ. هر وار به چې زهْ او بابا بېنك ته روانېدو نو بابا به ما ته په يو ډېر پُراوميده نظر وكتل او وئيل به ئې "بچييه! دا سيكې به تا د ټوُكو د كارخانې نه بچ كوي، ته به زما نه غوره او ښهْ ژوند تېروې، دا زوړ د كارخانې كلى تا په هيڅ شان هم نهْ شي ايسارولى". او هر وار به چې بابا دا صندوقچه د بېنك كېشيئر (بابو) ته ورټېلوهله نو ځان سره به ډېر په فخر اوګوڼېدهْ "دا مې د بچي د پوهنزي (كالج) فيس دى، دى به لكه زما ټول عمر په كارخانو كښې نهْ خوارېږي". او هر وار به چې دا پيْسې جمع شوې نو دا ورځ به نمانځلى شوه او هغه داسې چې بابا به په واپسی كښې ټرك د اّئيس كريمو خواكښې ودرولو، ما به مدام چاكلېټ او بابا به مدام ونېله (vanilla) واغستل. چې كله به اّئيس كريمو والا بابا له پاتې پېسې وركړې نو بابا به ماته تلى رامخامخ كړو او ما به دغه سيكې وليدې."چې كور ته اورسُو نو هغه مرتبان به بيا ډكوو". او مدام به ئې خالي مرتبان ته ړومبی سيكه زما په لاس ورغورزوله. مدام به ړومبی سيكه ډېره په ترپكو ورتلله، او د دوه درېو ټپكو نه پس به يو ښائسته كړنګ سره كراره شوه. ما او بابا به يو بل ته په موسكا وكتل. بابا به راته اووې " ته به كالج ته د تانبې، ګيلټو او سيلورو په دې پيْسو ټكو ځې، هو! خامخا به ځې او زهْ به دا ورځ په خپلو سترګو وينم".
مودې تېرې وې، كالج مې خلاص كړى وهْ او په يو بله منطقه (علاقه) كښې مې نوكري بياموندې وه. خو چې كله به مور او پلار له راغلم نو ټيليفون له به د بابا كوټې ته تللم. چې چاپېره به مې وكتل نو هغه مرتبان به نهْ وهْ. لكه چې خپل كار ئې سرته كړى وهْ او رخصت شوى وهْ. چې د سينګارمېز هغه اړخ ته به مې وكتل چې چرته به مرتبان مستقل ولاړ وهْ نو مرۍ كښې به مې د خفګانه يوه غوټه شان جوړه شوه.
زما پلار به نهْ ډېرې كيسې كولې او نهْ به ئې په مضبوطو ارادو، مستقل مزاجو او عقيدو لوى لوى تقريرونه كول، د اچار دغې مرتبان ما ته هر هغه ځهْ ښودلي وو چې ډېرو خوش زبانو او عالمانو بحثونو نهْ شو ښوولى.
د وادهْ نه پس مې چې خپلې ښځې ته د مرتبان دا كيسه تيره كړه نو زړهْ كښې مې بيا بيا دا خبره راتلله چې زما پلار په ما څومره ميْن وهْ. كهْ په كور كښې به هرڅومره تنګستيا وه خو بابا به بغېر د څهْ ناغې دغه مرتبان ته سيكې غورزولې. او ګوره هغه يو كال چې په ګرمی كښې ئې بابا د كارخانې نه رايستى وهْ او په اوچه لوبيا مو ګوزاره كوله نو په هغې حال كښې هم د مرتبانه يوه پيْسه نهْ وه بې ځايه شوې. او يواځې دا نه، چې ما كله په اوچه لوبيا ساس وراچو او پلار راته وكتل نو زما حوصله ئې نوره هم اوچته كړه، په ځلېدونكو سترګو ئې راوكتل او وئيل ئې "بچييه! چې كالج خلاص كړې نو بيا به د مجبورو دا لوبياګانې چرې نهْ خورې".
زما د ړومبی لور د زېږېدنې نه پس د كرِس مِس د رخصتو تېرولو د پاره مونږ بابا كره تللي وو. پلار او مور مې يو بل ته مخامخ په صوفه كښې ناست وو او خپلې ړومبی نمسی سره ئې ټوكې وشتې كولې. نمسی چې ګورمكی ژړا راواغسته نو مور ئې د بابا د لاسو نه راوچته كړه او اوئې وئيل دا جوړ خپلو جامو كښې تنګه ده بدلول ئې غواؤي او د بابا كوټې ته راروانه شوه چې جامې ورته بدلې كړي. چې ښځه مې د بابا د كوټې نه راستنه شوه نو په سترګو ئې څه عجيبه دوُړه پرته وه. هغې لور بيا د بابا لاسو كښې وركړه او زهْ ئې د لاسه ونيوم او نيغ ئې د بابا كوټې ته روان كړم. چې د سينګارمېز خواله ئې بوتلم نو حق حېران شوم چې هم هغه مرتبان په خپل ځاى ښخ ولاړ وهْ او وېخ ئې په پېسو ټكو كښې پټ وهْ. زهْ يو ناشنا جذبې واغستم، جېب كښې مې لاس ورښخ كړو او يو چونګ مې د سيكو راډك كړو او مرتبان ته مې ورګوزار كړو. چې پورته مې وكتل نو بابا مې سره د لوره خواكښې ولاړ وهْ. زما او د بابا سترګې يو بل سره ولګېدې، لكه چې غوټه شوې، نهْ ما څهْ وئيلى شول او نهْ بابا. خو دواړه پوهېدو چې زمونږ احساس يو شوى وهْ.
مونږ د خپلو اعمالو اثر نهْ وينو. دا فكر چرې نهْ كوو چې زمونږ يو وړوكى غوندې عمل چې مونږ ته هيڅ نهْ ښكاري خو دڅومره مخلوقاتو ژوندونه بدلولى شي كهْ په ښهْ وي او كهْ په بده. مونږ هره ورځ څومره څومره خلق په مصيبتونو اخته كوو او پته راته هم نهْ لګي. كهْ دغسې مونږ وړې وړې ښېګړې كوو نو څومره ژوندونه پرې ښائسته كولى شُو؟. قدرت مونږ د يو بل په ژوند كښي اچولي يُو، د خداى ذات پكښې اوګوری. د ښائست او ښېګړې انتها په سترګو نهْ شي ليدى خو زړهْ ئې احساسولى شي.
په خوشالی كښې .........د خداى صفت كوه
په سخته كښې ...... د خداى لټون كوه
په خاموشی كښې .... د خداى عبادت كوه
په دړد كښې .......په خداى باور كوه
په هر وخت كښې .... د خداى شُكر كوه
The Pickle Jar
The pickle jar as far back as I can remember sat on the floor beside the dresser in my parents' bedroom. When he got ready for bed, Dad would empty his pockets and toss his coins into the jar. As a small boy I was always fascinated at the sounds the coins made as they were dropped into the jar.
I used to squat on the floor in front of the jar and admire the copper and silver circles that glinted like a pirate's treasure when the sun poured through the bedroom window. When the jar was filled, Dad would sit at the kitchen table and roll the coins before taking them to the bank. Taking the coins to the bank was always a big production. Stacked neatly in a small cardboard box, the coins were placed between Dad and me on the seat of his old truck.
Each and every time, as we drove to the bank, Dad would look at me hopefully. "Those coins are going to keep you out of the textile mill, son. You're going to do better than me. This old mill town's not going to hold you back."
Also, each and every time, as he slid the box of rolled coins across the counter at the bank toward the cashier, he would grin proudly.
"These are for my son's college fund. He'll never work at the mill all his life like me." We would always celebrate each deposit by stopping for an ice cream cone. I always got chocolate. Dad always got vanilla. When the clerk at the ice cream parlor handed Dad his change, he would show me the few coins nestled in his palm. "When we get home, we'll start filling the jar again." He always let me drop the first coins into the empty jar. As they rattled around with a brief, happy jingle, we grinned at each other. "You'll get to college on pennies, nickels, dimes and quarters," he said. "But you'll get there. I'll see to that."
The years passed, and I finished college and took a job in another town. Once, while visiting my parents, I used the phone in their bedroom, and noticed that the pickle jar was gone. It had served its purpose and had been removed.
A lump rose in my throat as I stared at the spot beside the dresser where the jar had always stood. My dad was a man of few words, and
Never lectured me on the values of determination, perseverance, and faith.
The pickle jar had taught me all these virtues far more eloquently than the most flowery of words could have done. When I married, I told my wife Susan about the significant part the lowly pickle jar had played in my life as a boy.
In my mind, it defined, more than anything else, how much my dad had
Loved me.
No matter how rough things got at home, Dad continued to doggedly drop his coins into the jar. Even the summer when Dad got laid off from the mill, and Mama had to serve dried beans several times a week, not a single dime was taken from the jar. To the contrary, as Dad looked across the table at me,pouring catsup over my beans to make them more palatable, he became more determined than ever to make a way out for me. "When you finish college, Son," he told me, his eyes glistening, "You'll never have to eat beans again...unless you want to."
The first Christmas after our daughter Jessica was born, we spent the holiday with my parents. After dinner, Mom and Dad sat next to each other on the sofa, taking turns cuddling their first grandchild.
Jessica began to whimper softly, and Susan took her from Dad's arms. "She probably needs to be changed," she said, carrying the baby into my parents' bedroom to diaper her. When Susan came back into the living room, there was a strange mist in her eyes.
She handed Jessica back to Dad before taking my hand and leading me into the room. "Look," she said softly, her eyes directing me to a spot on the floor beside the dresser. To my amazement, there, as if it had never been removed, stood the old pickle jar, the bottom already covered with coins.
I walked over to the pickle jar, dug down into my pocket, and pulled out a fistful of coins. With a gamut of emotions choking me, I dropped the coins into the jar. I looked up and saw that Dad, carrying Jessica, had slipped quietly into the room. Our eyes locked, and I knew he was feeling the same emotions I felt. Neither one of us could speak.
This truly touched my heart... I know it has yours as well. Sometimes we are so busy adding up our troubles that we forget to count our blessings.
Never underestimate the power of your actions. With one small gesture you can change a person's life, for better or for worse.
God puts us all in each other's lives to impact one another in some way. Look for God in others.
The best and most beautiful things cannot be seen or touched – they must be felt with the heart ~ Helen Keller
Happy moments, praise God.
Difficult moments, seek God.
Quiet moments, worship God.
Painful moments, trust God.
|