| ژبه | ژبه
څهْ منكر د خپلې موره څهْ منكر د خپل نصبه
څهْ منكر د خپل تخليقه څهْ منكر د خپله ربه
څه منکر د یو انسانه څه منکر د درست جهانه
څه منکر د خپلې ژبې څه منکر د خپله ځانه
څه منکر د خپل ایمانه څه منکر د خپل مذهبه
څهْ منكر د خپل تخليقه څهْ منكر د خپله ربه
چې لتا سره مې ويني ټول ټوپونه كړي په كټ كښې
لكه وچ جُوار چې واچی د نينو سُور شوي بټ كښې
كهْ ستا نوم قدرې هم اخلم راولي په ځان ټول تبه
څهْ منكر د خپلې موره څهْ منكر د خپل نصبه
چې بابا مې خبر نشي كتاب پټ لېږمه چاپ له
ګوره څومره بدقسمته ئې زهْ دې غلا كوم انصاف له
په نامه دې څومره فخر او په برخه څهْ اقربه
څهْ منكر د خپل تخليقه څهْ منكر د خپله ربه
ما به وې پښتون پېدا يم بل ارمان مې په زړهْ نيشته
خو چې زړهْ پرې د چا ښهْ شي اوس هغه پښتانهْ نيشته
فلسفيان دي قدم ناّخلي نسخه غواړي مجربه
څهْ منكر د خپل تخليقه څهْ منكر د خپله ربه
هم په خټه پښتانهْ وي هم ئې كور د پښتون كور ئي
خو چې ژبې ته ئې ګورې خپله كړې ئې پردۍ مور ئي
پېژندى سړى په قام شي پېژندى شي قام په ژبه
څهْ منكر د خپلې موره څهْ منكر د خپل نصبه
د لقمان دُكان ته ځمه ترې نه ټول داروُ راوړمه
ټول به يو په يو رانيسم دا داروُ به وركومه
دا متل دى يوسفزييه ادب نهْ راځي بې ډبه
څهْ منكر د خپلې موره څهْ منكر د خپل نصبه
څهْ منكر د خپل تخليقه څهْ منكر د خپله ربه
|
|
|