بسم الله الرحمان الرحیم ۰۶/۰۲/۲۰۰۵
خداۍ بخښلی مقیّد یو ځانګړی شاعر
لیک: ډاکټر یاسین اقبال یوسفزی
دخداۍ بخښلی محمددین مقیّد د یو خوږ ملګري او د پښتو ژبې د یو ستر پوهان ډاکټر شېرزمان طائزي یو شعر دی چې
هر طاقت له برمه پرېوت خو پښتو ئې ختمه نه کړه
څه خو شته دی، خالي نه ده، کرشمه په دې پښتو کښې
نو که مونږ د خداۍ بخښلي مقیّد لنډ ژوند ته وګورؤ او بیا د هغوي په خدمتونو نظر واچوؤ نو دا خبره ترې څرګندېږي چې زمونږ دا مورنۍ ژبه ټوله د کرشمو ډکه ده. په هره زمانه کښې د وخت هر طاقتور سره د بعضې پښتنو تر خپله خپله وسه د دې خوږې او درنې ژبې د زېرولو او ورکولو هسې کړي دي خو لوې خداۍ په هره زمانه کښې دې درنې مور له داسې مئنان لوڼه ځامن ورکړي دي چې د دې ژبې هر اړخ ئې ځلولی دی او د ډېرو بدخواهانو سترګې ئې برېښولې دي. په دغه خوږو مئنانو کښې یو نوم د خداۍ بخښلي محمد دین مقیّد هم دی. زېږون ئې په یو داسې علاقه کښې شوی و چې د ښار بازاره ډېر لرې وسېدو، د ستړي ژوند حالات ئې هم څه په دې ډول وو چې د زمانې سترګې ئې ځان ته نه شوې راښکی، د تعلیم اسانۍ ئۍ هم نه وې نصیب شوې خو څنګه چې پښتانه متل کوي -لعل په ايرو کښې نه پټېږي- نو د خدای بخښلي په یاد کښې دا نننۍ غونډه د دې متل د ریښتینوالي عملي دلیل دی. دا د هغه لعل ځانګړی ښائست او رڼا ده چې که ايرې هرڅومره ډېرې او تورې وې او زمونږ نظرونه هرڅومره تت وو خو دا لعل لا تر ننه داسې پړقېږي چې رڼا ئې د وخت تېرېدو سره نوره نوره سېوا کېږي. هرڅو که مرحوم زمونږ له منځه کلونه اګاهو تللی دی خو مونږ ئې نن ټول راټول کړي يؤ او د خپلې مورنۍ ژبې د خسمانې په دې مېدان کښې لکه د بل مشعل بلېږی. زهء د زړه له کُومي د خداۍ بخښلي روح ته اومبارکي ورکوم چې خداۍ بخښلي مشره! چې د خپلې مورنۍ ژبې لپاره ستا اخلاصي خوارو زارو رنګ راوړی دی او هغه کاروان مخ په وړاندې روان دی چې تاسو، ډاکټر طائزي صېب او ستاسو نورو ملګرو ئۍ بنیاد ایښی و. نن د ټل د پښتنې خاورې بچي ستا په پل روان دي او ستا بل کړی مشعل ئې د پښتونخوا د لوړو غرو په سُوکو ایښی دی او ستاسو پېغام ئې ټولو پښتنو ته رسولی دی. زه ښاغلي اسیر منګل او د هغه ټولو مرستیالو ته د مقیّد صېب د کلیاتو په چاپولو د زړه نه اومبارکي ورکوم.
د خداۍ بخښلي مقیّد په شاعرۍ د یو مختصر نظر نه وړاندې یوه بله ضروري خبره هم د پښتو مئنانو ته رسول غواړم او هغه دا چې
منورین خو یا کتاب خوري یا کتاب وخواړهء
پښتو ژوندۍ ده په هغي چې کتاب نه پېژني
نو دا خبره ستاسو د درانه حضور وړاندې راوړل غواړم چې د خداۍ بخښلي مقیّد په څېر ډېر پښتانه لعلونه زمونږ د بې پروائۍ په ایرو کښې پټ پراتهء دي چې کلامونه یا قلمي نُسخې ئې د وارثانو د کورونو تاخونو کښې او یا د پښتو اکېډمۍ په المارو کښې د خاورو خوراک کېږي. زما د پښتو ژبې منورینو ته خواست دی چې که دا چاپولی نشي نو د پښتو میاشتیزو او نورو مجلو په لار دې تر قامه راورسوي.
بل اړخ ته زمونږ په هنرمندانو هم یوه لویه ذمه واري راځي چې دا نایابه کلامونه د قام تر غوږو ورسوي. لکه څنګه چې د ټکر د سیمې یو مئن سردارعلي خپل قام د خداۍ بخښلي غني خان د ډونګو فلسفو نه خبر کړو او په دې شان ئې د خپلې مورنۍ ژبې بې شانه خدمت وکړو. پښتنه خاوره ډېره زرخېزه ده، د پښتونخواه هره سیمه ډېر ښکلي ښکلي شاعران او فنکاران لري. که چاپېره وګورؤ نو ښکاري چې زمونږ نوی کُول خپل پښتني لعلونه په خرمرو بدلوي او مغربي او نورو موسیقو پسې شوي دي، پکار ده چې مونږ ټول د خپلې مورنۍ ژبې پرمختګ خپله فریضه وګڼو او مخ په وړاندې ئې بوځؤ. دا لار به مونږ ته په خپل کور کښې لکه د مقیّد ډېر لعلونه رابرڅېره کړي. د افسوس خبره داده چې ما هغه بله ورځ د مقیّد صېب یو کتاب د یو داسې کتابتون نه راترلاسه کړو چې د لرې او برې پښتونخوا مرکزي حېثیّت لري نو په دغه کتاب کښې دوه درې مخه ما په ړومبي ځل پرانستل، دا دې یاده وي چې دغه کتاب کم نه کم څلوېښت کاله پخوانی وهء.
راځۍ چې اوس د خداۍ بخښلي مقیّد په شاعرانه کمالونو یو لنډ نظر واچوو.
د خداۍ بخښلي په شعري کلیاتو د یو مختصر نظر نه پس سړی په دې نتیجه رسي چې محمد دین مقیّد یو مخصوص صنف سره تړل ناانصافی ده. هغه د شعر په ډېرو اصنافو کښې د لوړې پائې لیکل کړي دي.
مقیّد خپله مقامي ژبه یا لهجه نه ده پرېښې خو که په هغې کښې ئې هم څه لیکلي دي نو شاعرانه فلسفه ئې ډېره لوړه ساتلې ده لکه چې وائي
چې مې هوش سره روح یوسي ساقي دا مې تمنا ده
زهء پخپله خود شکن یم زاهد خپله خودنما ده
د عشق اور د مقیّد دی جنت واخله د ملا ده
غزل ئې که یوخواه په بیلابیلو اندازونو لیکلی دی نو بل خواه ته ئې پکښې د نوي دور د نوو رنګونو سره سره نوې نوې قافیې او نوي نوي ردیفونه هم راځلولي دي لکه چې وائي
اوسه په سترګو دې شوخۍ ابادې چې په سینه مې وي ګولۍ ابادې
د لېونیو په همت شوه پوره کړې ئې ویجاړې د خدائۍ ابادې
د مقیّد بربادي حد نه لري دي په نظر ئې بربادۍ ابادې
او بیا که د غزل سادګۍ او ښائست سره سره څوک روانۍ او موسیقیّت لټوي نو دا شعرونه ئې ژوندي مثالونه دي:
ساړه بادونه دي سړې شپې دي
د چا یادونه دي اوږدې شپې دي
دا شپه د هجر ده چې نه لنډېږي
دا یوه شپه ده که دا شپې شپې دي
د غزل هر انداز کښې ئې خپل هنر پخپله د ځان ترجمان دی او هر احساس له ئې یوه ځان له بیله ژبه ورکړې ده لکه چې وائي
په فکر اندېښنو کښې مې د سر ملګری نه وه
دا ښه شو چې مې سر سره زنګون ملګری شو
یا
جوړېدل نیشته خو که جوړ شومه زه
خلق به وائي لېونی جوړ شو
خلق ئې تمام کړي د خبرو صفت
خو مقیّد وته بوتکی جوړ شو
وروستو کرښو کښې به ئې د تصوف په رنګونو کښې وګورۍ چې په غزل کښې ئې کلاسیکي اوستاذانه رنګ هم ډېر ښکاره دی۱
مقیّد که هرڅو ځان د غزل شاعر ګڼي او خپله وائي چې
خلق وائي چې حمزه د غزلونو شهنشاه دی
نن په تا کښې مقیّده دغه زور د کومه راغی
خو د مقیّد نظم هم یو خپل ځانګړی انداز او څه بیل شان خواږه لري، او د نظم دا انداز ئې د خدای بخښلي غني خان او د حمزه بابا قطار کښې ؤدروي لکه چې وائي
ګیله مې ځکه وکړه
اسمان نه پلوشې د نمر په زمکه راپرېوځي
د غرو سرونه پورته د اسمان په طرف وځي
لمنې د اسمان ښخې د غرونو سره ښکاري
د غرو سرونه پاس د اسمانونو سره ښکاري
ذره ذره د زمکې له هوا سره ګډېږي
هوا څلور طرف ته له فضا سره ګډېږي
وړې وړې ولې هم الګدو ته ورګډېږي
الګدې وړې لوئې دریابو ته ورګډېږي
اوبه له زمکې خېژي په هوا شي سحابونه
له ورو نه اوبه راشي شي په زمکه بارانونه
پتنګ هم کله کله د لمبو سره ګډېږي
لمبه هم کله کله د لؤګو سره ګډېږي
ژړا هم کله کله د سلګو سره ګډېږي
ارمان هم کله کله اسوېلو سره ګډېږي
دنیا کښې یو تر بله دا دنیا سره ګډېږي
ناشنا هم کله کله له اشنا سره ګډېږي
ګډېږي یو تر بله د دنیا دی دا قانون
یو ته ئې چې ته نه کوې له ما سره ګډون
نو ګیله مې ځکه وکړه
که د مقیّد د حسن وعشق د رنګینو نه سړی رابهر شي او د هغه صوفیانه فلسفو ته ورګډ شي نو دا فلسفه ئې عبدالرحمان بابا سره سمه یعنې د وحدت الشهود ښکاري خو د شعر انداز او ښکلا ئې خپله ځانګړنه نهء بائلي لکه چې وائي
که دې سترګو کښې نظر وي په هر مخ د جانان مخ دی
وکسه، وکسه، راشه وکسه، په لیدو لیدو کښې ورک شه
چې ساقي درته نیولې مقیّده درېغ ونه کړې
وڅښه، وڅښه، راشه وڅښه، په نشو نشو کښې ورک شه
یا څنګه چې مخکښې۱ وئیلي شوي دي کلاسیکي رنګ ئې هم صوفیانه غزل کښې شته
و جمال وته ئې دا رنګې حېران یم
حېرانۍ ته مې حېرانه زمانه ده
زه که زر کرته وایم چې ئې نه څښم
ساقي زر کرته وائي نذرانه ده
واخله وڅښه چې دې څښلي دي هغه دي
دا چې نه تشېږي هغه پېمانه ده
خدای بخښلي په هر مضمون لیکل کړي دي. په کلیاتو کښې ئې د پند و نصیحت، حسن و عشق، خوددارۍ، سیاست او تاریخ غوندې موضوعات له هرچا نه جدا په یو بیله بڼه چهېړلي دي او دا د هغوي د سیاسي شعور، پوهې او نادرو احساسونو یو ښکاره د لیل دی. خو د دې هرڅه باوجود ئې د شعر ژبه دومره ساده ده او تخیّل ئې دومره ډونګی دی چې دا ژبه او دا تخیّل په داسې ښکلي انداز کښې بڼل مقیّد لهء هرچا نه بیلوي او د خپل یو ځانګړي مقام مستحق ئې ګرځوي. لکه چې وائي
کړې مې د غم سره خبرې یو څو
سترګو مې توئ کړې ملغلرې یو څو
سر مې راهسک کړو چې دیدن به وکړم
په سر مې پرېوتې کمرې یو څو
په زنځیرونو مقیّد نه یمه راباندې شوې دي منترې یو څو
خدای بخښلي مقیّد پښتو ژبې له ډېر څه ورکړي دي، پوره حق ادا کول ئې په دې لنډ تنګ وخت کښې اسانه خبره نه ده خو دا به اووایم چې د خدای بخښلی مقام ډېر لوړ دی او دا مقام د پښتو ژبې په زرګونه کاله تاریخ کښې د ګوتو د شمېر یو څو شاعرانو ته نصيب شوی دی. د مقیّد په شعر کښې چې کوم کمال ماته د ټولو نه زیات د ستائنې وړ ښکاري هغه دا دی چې د هغه په کلام کښې د هغه د همعصره او د تېرو زمانو د سترو شاعرانو پشان تخیّلاتي خواږهء هم شته، ښائسته رنګونه پکښې هم ځلېږي خو انداز ئې داسې ځانګړی دی چې معتقد د چا هم نه ښکاري. د مقیّد صېب په دې شعرونوبه اجازت واخلم چې د فن سادګي او بېباکي پکښې یو بل سره ترغاړه وتي په نظر راځي:
هوش کښې زغمی کله دردونه شمه
راکه ساقي هوښیاري لاړه راغله
عمر ئې تېر کړو رقیبانو سره زما د عمر خواري لاړه راغله
تکلیف معاف طبیبه لاړې راغلې راغی اشنا بیماري لاړه راغله
اوس په دنیا به څه اشنا یادوم د ګېډې غم شو یاري لاړه راغله
ما وې دا ښه غزل دی، دې وې فضول د مقیّد شاعري لاړه راغله
|