اۍ زما د زړه ارامه راشه راشه
سروقده ګل اندامه راشه راشه
چه همه واړه خوبان دۍ مقتد یان دی
دهمه واړو امامه راشه راشه
بۍ تا نشته هیڅ حرمت د عاشقانو
دمشتا قو احترامه راشه راشه
خداۍ زده بیا به هسۍ وخت وۍ که به نه وۍ
زه ویر یږم له ایامه راشه راشه
نن هنګام دۍ که وفا کړۍ که جفا کړۍ
چارۍ نه شۍ بۍ هنګامه راشه راشه
دا جهان دمسافرو یو رباط دۍ
تله دۍ تله دۍ له دۍ ګرامه راشه راشه
پری رویه ، سښل مویه ، ملک خویه
عنبر بویه لاله فامه راشه راشه
شپه لا پریږ ده رنړا ورځ راباندۍ شپه شوه
درحمان ماه تمامه راشه راشه |