پۍ پۍ پۍ   |   خکتکول   |   هوم   |   English
زه داهسی دیوانه او مجنون چا کړم

زه داهسی دیوانه او مجنون چا کړم


له رواج او له رسومه بیرون چا کړم


 


نه پوهیږم چه دا چارۍ په ماڅوک که


لیونۍ دخپل نګاه په افسون چا کړم


 


کوۍ سترګۍ کوم بانړه کومه غمزه ده


ډوب شهید غوندۍ په خاک او په خون چا کړم


 


توان توفیق خو د فتنو را څخه نه وؤ


په فتنۍ دتودو سترګو مفتون چا کړم


 


رحمان هیڅ له خپله ځانه خبر نه یم


چه داهسۍ رنګ زبون اؤ مخزون چا کړم

شعرونه
یاسین یوسفزۍ 
رحمان بابا 
ګډوډ
سرمقاله 
کتابونه نظرونه 
مشهور پښتانه 
لیک