ګران رحمت شاه سا ئل وائي
بیا وهم سائل پتري په خپل ټوټې کچکول
خېر د پښتنو نه دپښتو دپاره غواړمه
دژبې میثال د اوزار دی ، اوزار چې څومره ډېر استعمالېږي نو ښایئست او قیمت یې هومره ذیل تېږي – خود کوم اوزار استعمال چې کم شي نو خلک یۍ اول د کور خوشي ګوټ ته اوولي او بیا یۍ په مناسب وخت د کوره بهر ګوزار کړي – پښتو زمونږ مورنۍ ژبه ده خو استعمال ئۍ تر ډېره حده د نیش برابر شوی دی – یوازې ټپو چاربېتو ته پاتې شوې ده – په تن پخپله پښتانهْ هم خپل بچي غېرو ژبو سره اشنا کوي او پښتو ترې ورو ورو هېرېږي – او دا هسه يۍ بې ځايه هم نه ده ځکه چې په دفتر کښې پښتو ژبې ته څه اړتیا نه وي ، په هسپتال ، تانړه تحصیل کښې یۍ ضرورت نه وي ، په ښوونزي پوهنزي کښې یۍ نوم نه وي او نور سائنسونه هنرونه خو پرېده پرېده نو په داسې ژبه بیا څوک څه کوي؟ نو که غور اوکړو نو زمونږ دا خوږه مورنۍ ژبه د کور ګوټ ته رسېدلې ده خو د کوره لا بهر نه ده ګوزار شوې – ډېر پښتانه پوهان په دې خبره پوهېږي چې که دا حال وي نو وخت سره سره به دې ژبې ته اړتیا دومره کمه شي چې بې ضرورته به شي او هر هغه څه چې بې ضرورته شي ورک شي – او د دي ورکاوي نه دبچ کېدو علاج دا دی چې پښتو په پښتنو صوبو کښې سرکاري ژبه اوګرځولی شي څنګه چې سیندهي ژبه په سینده کښې سرکاري ژبه ده – دا کار اسان نه دی او د پښتنو رونړو خوائېندو يوې لويې قربانۍ ته اړتیا لري خو مقصد هم وړوکی نه دی ، خپله مورنۍ ژبه د ورکاوي نه بچ کول دي – د پښتنو پوهانو سره سره به د دستوري ماهرانو او سائنس پوهه ملګرو ملاتړ هم ضروري وي چې په سرکاري کاغذونو اوهنري کتابونو کښې موجود د نورو ژبو توري او ټکي پښتو ته راواړوي او په دې کار د المان او فرانس په سیمو کښې مېشه د افغانستان پښتنو پوهانو د مخکښې نه ګوتې پورې کړي دي چې د ستایُنې وړدي – په دې کار کښې مونږ سره دپښتو اکېډمۍ پېښور ، کابل ، کوئټه ، پښتو ادبي بورډ او د پښتو ادبي ډلو سره سره د افغانستان پښتانه پوهان هم غټ ملاتړ کولی شي څوک چې له دې تجربې نه تېر شوي یي او خپله ژبه يې د ورکاوي نه بچ کړې ده – د ژبې په بدلون کښې د دستوري امداد د پاره پښتانه دستوري ماهران د سیندهي ماهرانو مرسته ترلاسه کولی شي چرته چې هم د دې یو پاکستاني دستور لاندې سیندهي سرکاري ژبه ګرځولی شوې ده – او د ټولو نه ذیاته ضروري خبره د پښتنو پوهانو او مشرانو رایوځای کېدل او د خپلې مورنۍ ژبې د سرکاري ګرځولو لپاره د سرکار نه غوښتنه کول دي – زمونږ په صوبه کښې که ګورنر دی او که وزیر ، که افسر دی او که ماتخت ، ټول د سېلمې پښتانه دي او هم دا یوه پښتو یۍ مورنۍ ژبه ده نو پوره یقین لرُو چې ټول پښتانه روڼه او خوائېندې به راسره پوره پوره لاس او کړي او خپلو بچو ته به د خپلې مورنۍ ژبې دا امانت داسې امانت ورکړي څنګه چې مونږ ته خپلو مشرانو راکړی و د دې لوې کار د پاره مونږ د درنو او خوږو پښتنو په زړه پورې مشورو ، خیالونو ، تجویذونه او ډاډګیرنو ته سترګې په لاریو – زما او د ګران عطاالرحمان د بریښنالیک او عام لیک دکونه په دې پاڼه شته چې خپل لیکونه پرې رالېږلی شۍ او مونږ د خپلو مرستو او ملاتړ نه خبرولی شۍ – خیال دی چې که هر پښتون د زړه نه پښتو خپله مورنۍ ژبه اوګڼي او د خپل وس مناسب مرستې ته ملا اوتړي نو دا کار به ډېر اسان شي – لکه که هر پښتون یو د پښتو ټکی بلې ژبې ته یا د بلې ژبې نه پښتو راواړوي او ماته یې راواستي نو په انټرنټ به د څلوېښتو ملیونو نه د ذیاتو ټکو لغت راروان نسل له تیار شي – دا اوګنړۍ چې هم نن په دې کار ګوتې پورې شوې او تاسوته مو سترګې نیولې دي چې واړه مناسب لارې راته په ګوته کړۍ او خپلې قیمتي مشورې راته راولېږۍ خدای دې راته ګرانې اسانې کړي – آمین –
دې درنې خوږې پښتو راته نن څه داسې هم اووې
زه درته څنګه خپل ذوی اوویم چې تا مورنه کړم؟
دې خپلې خاورې درته هم چرته پېغور نه کړم؟
هغه مورنه شوم چې په خپل اولاد درانه اوتلم
په چا درنه شم ، دکور خلکو هم د کورنه کړم؟
زه خو شوم لَلَه ، دضمیر نه به دې څنګه تښتې؟
چرته د خپل زړګي فکرونه درته اور نه کړم؟
مونږ خو به وېل که مونځ پښتو ته شو نو پوې به شو پرې
نن پښتنه پښتو ورکېږي او زه شور نه کړم
نن یو سفزی سره دا یو وعده پښتو کښی اوکړۍ
چې خپل قلم به بیا پردو ژبو له تور نه کړم
بریالي اوسۍ – دخدای په امان
ستاسو یوسفزۍ
yawpukhtun@yahoo.co.uk
دې ټول جهان کښې که درنه ژبه ده
هغه زمونږه پښتنه ژبه ده
که دې سائنسونو ترخه کړی نه وی
دیوسفزي ژبه خوږه ژبه ده |